د سولي میکانیزم او د لاري نقشه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د سولي میکانیزم او د لاري نقشه

اوس چي د قطر خبري نهايي مرحلې ته رسېدلي دي، عموما دا سوال راپورته کېږي چي د افغان د سولي میکانیزم او د لاري نقشه به څرنګه وي؟

د دې مهمي پوښتني په جواب کي باید ووایم چي هیڅوک دونه هوښیار نه دی چي د سولي د پروسې کامل میکانیزم دي مخکي له مخکي ترسیم او یا ډیزاین کړي. ځکه د سولي پروسه د کور او یا موټر د جوړولو نقشه او ډیزاین نه دی چي مخکي له مخکي په بشپړه توګه ډیزاین او ترسیم سي. په بل عبارت، د سولي په پروسې کي ستاسو سروکار د جامدو اجسامو سره نه دی،‌ بلکي د انسانانو سره مو سروکار دی.

د سولي پروسه یوه ډاینامیک او ژوندۍ پروسه ده. باید د دې قابلیت او استعداد ولري چي د موجوده شرایطو سره ځان عیار کړي. له اجتماعي ضرورتونو سره سم بدلون ومومي. نو لهذا، د سولي د پروسې میکانیزم مخکي له مخکي په پوره توګه ترسیمول یوه محاله خبره ده.

حقیقت دا دی چي هیڅوک د سترو اجتماعي بدلونونو په اړه په کافي اندازه معلومات نه لري، او اټکل يې نه سي کولای. نو بنا، دا کار باید په تدریج وسي. قدم پر قدم وسي. او عملا تجربه سي.

هر څو ک چي د سولي او نورو اجتماعي مشکلاتو په اړه د بشپړ میکانیزم د درلودلو ادعا کوي، ادعا يې باطله او کاذبه ده. یو خیال پلو دی. ځکه د انساني جوامعو مشکلات مغلق وي. حللاري يې پېچلي وي. مدام تغییر کوي. او ذاتا ډاینامیک وي.

لنډه دا چي د سولي پروسه باید د سیاسي ژوند په جریان کي تجربه سي. اصلاح سي، د نویو شرایطو سره عیاره سي. ځکه دا یوه انساني معامله ده، او انساني روابط سیال وي.

خو کېدای سي چي د سولي د پروسې د میکانیزم او د لاري نقشې عمومي اصول، قواعد،‌ او خطوط مخکي له مخکي مشخص سي. اصلي ټکي يې بیان سي، او د همدې اساسي اصولو په روڼا کي د عمومي سولي په لور ګامونه واخیستل سي. د سولي د میکانیزم همدا عمومي اصول باید د سولي پروسه پر مخ ټېله کړي، او انرژي ورکړي.

بله خبره دا ده چي هره د سولي پروسه د بلي سره فرق لري. د هري جامعې شرایط توپیر لري، او موږ نه سو کولای چي د یوې سولي میکانیزم او ډیزاین پر بلي باندي عینا تطبیق کړو.

اوس چي د قطر د خبرو وروستی پړاو رانژدې سوی دی، د افغان د سولي پروسې بل ګام باید څه وي؟ دې سوال ته زماجواب او وړاندیز دا دی:

اول، د طالبانو او امریکایانو تر عمومي موافقې راوروسته دي د موقتي یا سرپرست حکومت لپاره یوه پنځلس کسیزه شورا جوړه سي. د دې شورا شپږ تنه دي طالبان وټاکي. څلور تنه دي د اوسني رژیم لخوا وټاکل سي. او پنځه تنه دي د احزابو، مدني ټولنو، او احزابو لخوا وټاکل سي.

دوهم، د عمومي موافقې او اور بند راوروسته دي، همدا شورا د دوو کالو لپاره د حکومت واګي په لاس کي ونیسي، او د آنیده انتخاباتو لپاره دي زمینه برابره کړي.

درېیم، بین المللي ټولنه دي د همدې شورا سره خپلو مشروطو مرستو ته ادامه ور کړي.

څلرم، د دې شورا ریس په آینده انتخاباتو کي د اشتراک حق نه لري.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *