خلیلزاد له طالبانو سره د اتم پړاو خبرو لپاره قطر ته لاړ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

خلیلزاد له طالبانو سره د اتم پړاو خبرو لپاره قطر ته لاړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې له څو ورځو تیرولو وروسته نن د قطر هیواد پلازمینې دوحې ته روان شو

خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې لیکلي، چې په افغانستان کې یې څو شپې تیرول ګټور وو او د سولې لپاره یې د یو ټیم په جوړولو کار بشپړ کړی دی

خلیلزاد لیکلي، خوښ دی چې متحده ایالات او افغانستان د سولې لپاره په یوه ګډ میکانیزم باندې سره سلا شول

دا ځل د خبرو اترو اتم پړاو مهم بلل شوی او دواړه لوري هیله ښیي چې په دغه پړاو غونډه کې به مهمې پریکړې لاسلیک کړي

خلیلزاد نن له افغانستان څخه قطر ته روان شوی او ټاکل شوې چې په اسلام اباد کې دمه وکړي او بیا قطر ته لاړ شي

طالبانو ویلي، که امریکا له معقول دریځ څخه کار واخلي نو دا ځل خبرې به نهایي وي او زیاتوي چې دوی امریکا ته د ټولو پوځیانو د ایستلو شرط ایښی دی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *