د پامپیو وروستۍ څرګندوني که د امریکا تسلیمي؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د پامپیو وروستۍ څرګندوني که د امریکا تسلیمي؟

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د واشنګټن په اقتصادي کلب کي ځیني حیرانونکي څرګندوني وکړې. هغه وویل ټرمپ ورته امر کړی دی چي د ۲۰۲۰ تر انتخاباتو پوري په افغانستان کي د امریکايي عسکر شمېر را کم کړي. هغه زیاته کړه،«ټرمپ پدې برخه کي هیڅ شک او تردید نه دی پرېښي: او هغه راته ویلي دي چي دا جنګ ختم کړه.»

کله چي جمهورریس ټرمپ د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلاموله، هغه وویل،«دا ستراتیژي به پر حالاتو باندي تکیه ولري، نه پر کوم تقسیم اوقات باندي.» خو نن ورځ ټرمپ خپل خارجه وزیر ته امر کوي چي د امریکا د جمهوري ریاست تر انتخاباتو مخکي باید له افغانستانه خپل عسکر راوباسې!

د ټرمپ په ستراتیژي کي دا شیفټ طالبانو ته د امریکا تسلیمي ښيي. د ټرمپ په پالیسي کي دا شیفټ دا هم ښيي چي ټرمپ حاضر دی چي د طالبانو سره داسي معامله وکړي چي هغوی ته په کښې زیات امتیازات ومني.

بلخوا، د ټرمپ دا آني یوټرن د قطر په مذاکراتو کي د طالبانو لاس لا غښتلی کوي، او په عین حال کي د امریکا موقف لا کمزوری کوي.

د ټرمپ دا امر دا هم ښيي چي د انتخاباتو د کمپېن ضرورتونو د افغانستان پر پالیسۍ باندي چربي وکړه، او د افغان د جنګ تاوو په ټرمپ باندي خپلي پخوانۍ خبري وخوړلې.

فقط څو ورځي مخکي، پامپيو اشرف غني ته په تیلفون کي ویلي ول چي د سولي هلي ځلي باید لا چټکي کړو. اوس معلومه سوه چي د پامپيو مطلب څه وو.

څرګنده خبره ده چي د ټرمپ دا فیصله به د افغانستان انتخابات نور هم وځنډوي. دا یو ښه انکشاف دی، ځکه اول سوله بیا انتخابات.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *