په کندهار او کابل کې بمي چاودنو ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

په کندهار او کابل کې بمي چاودنو ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کابل څخه تازه راپورونه وایي چې نن د کابل ښار احمدشا بابا مینه سیمه کې په یو موټر چسپکي ماین نښلول شوی وو او چاودنه یې کړې ده

یاد ماین په کابل کې د پوځي روزنیز مرکز د سرطبیب په رنجر موټر ټومبل شوی وو چې د چاودنې له امله یې یاد سرطبیب او د هغه ساتونکی ټپیان شوي دي

بل لور ته کندهار کې هم د موټرسایکل بم چاودنه شوې ده

د کندهار ځایي چارواکي وایی چې چاودنه د سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چې ۲۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

د سپین بولدک د سیمه ایز روغتون ډاکټرانو ویلي چې تر دې مهاله ورته درې جسدونه او درویشت ټپیان وروړل شوي دی

تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې په چاودنه کې مرګ ژوبله ملکیانو او که دولتي کسانو ته اوښتې

ددواړو چاودنو مسؤلیت تر اوسه چا نه ده منلی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *