د ملي بیرغ د ورځې لمانځونکو ته – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د ملي بیرغ د ورځې لمانځونکو ته

لیکوال: بدرځلاند

ای د وطن ځینو غولیدلیو ځوانانو!

مونږ له تاسو سل چنده له افغانستان سره زیاته مینه لرو زړه مو درد ورباندې کوي په فراق یې د زړه له تله اوښکې تویوو
خو زمونږ مینه له هیواد سره حقیقي او په کلکه وفا ولاړه مینه ده

تاسو صرف د خپلې دروغژنې او بې عقلې مینې اظهار په دې کوی چې د افغانستان بیرغ ښکل کړئ یا یې له ځان نه تاو کړئ نور د وطن په اصلي تباهي او ویراني خبر هم نه یاست

د اته څلویښت صلیبي هیوادونو په اشغال باندې ړانده یاست

هره میاشت چې د افغانستان په مظلومه او پاکه غیږه د صلیبیانو او د هغوی د اجرتي قاتلانو لسګونه زره مرمۍ او بمونه وریږي تاسو داسې ورته خوشحال یاست لکه چاکلیټ مو چې په وطن وریږي

تاسو دا هره شپه د لسګونو بې ګناه هیوادوالو په بمبارولو او د ښځو او ماشومانو په وژلو هیڅ ونه ژړیدلی

د ګران وطن افغانستان دښمن مو ونه پیژاند او صلیبي دښمنان مو دوستان وبلل

دوه لسیزې مو د ګران وطن له یرغلګرو دښمنانو سره د خپل وطن په ورانولو او د اسلامي او افغاني کلتور په له منځه وړلو کې په یوه نه یوه برخه کې مرسته وکړله

د صلبیانو له لوري راوړل شوي سګ شویان او له افغاني تابعیت بیزاره شوي جاسوسان او مزدوران چې د ګران افغانستان د خاورې او کلتور تاریخي دښمنان دي څوک یې بابا بولۍ څوک یې زرکلن بولۍ

خو زمونږ مینه بیا دا ده چې د افغانستان د خاورې، کلتور او افغاني ولس قاتلان مو دښمنان بللي ،
د هیواد د یرغل دوه لسیزې مو له کوره بهر په غرونو او ګړنګونو کې د هیواد د ازادي لپاره تیرې کړې
نه چا تنخوا راکړې نه شاباسی ،

د یرغلګرو په لاس د منتخبو مفسدو رشوت خورو قاضیانو او محکمو د لاسه ترننه پورې په لکونو روپۍ قرضداره یو، نه چا یوه روپۍ راکړې نه مو چا په مظلومیت اوښکې راسره تویه کړي دي او نه مو تر ننه پورې له چا د یوې روپۍ مرستې طمعه شته او نه مو کړې ده

تاسو د افغانستان په دروغژنه مینه کې یوازې د افغانستان درې رنګه بیرغ له ځانونو تاوه وۍ ورځې یې لمانځۍ او یواځې د خوشحالۍ تصویرونه پکې اخلۍ نور شپه ورځ مزې او چړچې کوی

تاسو لکه لیوني ماشومان د یرغلګرو صلیبیانو طیارو ټانګونو او اسلحو ته چې د ګران افغانستان د ورانونو لپاره یې راوړي خوشحاله یاست او د دښمن دغه تباکونکې اسلحې او تجهیزات د خپل وطن ابادي بولۍ ،حال دا چې هره ورځ یې په سترګو وینۍ چې دا د وطن د ابادي په نوم ټانګونه طیارې او اسلحې دا دوه لسیزې صرف زمونږ د افغانانو په کلیو او کورونو استعمالیږي

ترننه مو ونه لیدل چې په یو دښمن باندې یې یا بمبار راته کړی وي او یا ډز،

خو مونږ بیا د وطن د ازادي په فکر او غم کې څوک له ځانونو د ګرنیټونو ډکې چانټې تاوو سنګرونو او ګړنګونو ته روان یو او څوک له ځانونو باروتي واسکټونه تاوه وو او د ګران افغانستان د یرغل شوې خاورې د ازادي لپاره اورونو ته ګډیږو،

زمونږ او ستاسو د افغانستان سره د مینې د ځمکې او اسمان فرق ده،

په سترګو ړانده شۍ که مرسته او لاسنیوی مو نشۍ کولای که زمونږ په درد او غم ځانونه نشۍ راشریکولای نو د وطن دښمنان خو مه راته وایاست

که خبره حقیقت ته بوزو نو د وطن او افغاني کلتور اصلي دښمنان او بیننګه بچیان خو تاسو یاست چې نه په یرغل خبریاست، او نه د ګران افغانستان په ناموس او کلتور خبر یاست ،چې زمونږ افغاني کلتور څه شی وو، او څه شو، ؟ او اوس په وطن کې کوم کلتور پر مخ روان ده ،؟

نه تاسو له خپل اسلامي نظام پسې وژړیدی نه مو خوا پرې بده کړه د اسلامي نظام پر ځای مو صلیبي کفري دیمکراسي او اساسي قانون ته لبیک ووایه، دوطن له دښمنانو سره مو ملګرتیا شروع کړه او د وطن اصلي بچیان مو خپله هم دښمنان وبلل او نورو ته مو هم د وطن او ازادي دښمنان ور معرفي کوئ
الله جل جلاله دې هدایت درته وکړي

راشئ نور له دې غولیدلي او ړانده فکر څخه تیر شئ ،
راشئ نور د خاورې دښمن وپیژنئ، راشئ نور هغه افغان چې همدلته پیدا او همدلته لوی شوی افغان او دوست وبولئ ملګرتیا یې وکړئ
نور د اروپا زاړه همجنسبازان او اموخته زناکاران او سګشویان له وطنه وشړئ ،

نور د افغاني ناموس خرڅونکي او بدنامونکي راونیسئ او د افغاني غیرت او کلتور موافق یې چارماري کړئ
نور دا زاړه کمونستان او د هر یرغلکر ټټوکان او پنډیان له وطنه وشړئ
نور د افغان ولس قاتلین او بمبارونکي وحشیان ورټئ
نور د وطنوالو د غم رازي لپاره لاس په کار شئ ،

که دوه لسیزې مخکې ماشومان وۍ او ناخبره وۍ اوس خو زلمیان شوي یاست شل کلونه تیر شول اوس خو به د دوست او دښمن ترمنځ فرق درته اسان شوی وي،

راشئ د دوطن له هغو اصلي بچیانو سره اوګه پر اوګه ودریږئ چاچې دا دوه لسیزې نه په زندان، نه په غربت، او نه په وژلو او هجرتونو حوصلې ماتې شوې او په تش لاس یې د صلیبیانو مغروره ککرۍ تر ګونډو لاندې کړې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: لیکنه د لیکوال خپل شخصي نظر څرګندوي د سایټ توافق ورسره شرط نه دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *