د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ وسلوالو طالبانو لاس ته ورغله – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ وسلوالو طالبانو لاس ته ورغله

له زابل ولایت څخه تازه راپورونه وایی چې د یاد ولایت د میزانې ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو لاس ته ورغلې ده

وسلوالو طالبانو هم د یادې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه خبر کې ویلي چې د میزانې ولسوالۍ یې له تیر یوه کال راهیسې د کلکې محاصرې لاندې وه چې نن ترې دولتي ځواکونو د تیښتې لار خپله کړه او ودانۍ یې طالبانو ته پریښودله

افغان دولت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي خو د سیمې خلک وایي چې له څه وخت راپه دې خوا دولتي ځواکونو له طالبانو باربار غوښتنه کوله چې د تیښتې لاره ورکړي خو طالبانو ورته ویل چې اسلحې پریږدئ په بدل کې به تاسو ته د تللو لار درکړو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *