د تندر بولټ په نوم چټکې جنګي الوتکې له افغانستان نه بیرته امریکا ته ستنې شوې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د تندر بولټ په نوم چټکې جنګي الوتکې له افغانستان نه بیرته امریکا ته ستنې شوې

د امریکایې رسنیو د تازه نشر شوي خبر په حواله د امریکا د هوایي ځواک چټکې جنګي جیټ طیارې چې شپږ میاشتې مخکې د افغان دولت په مکررو غوښتنو افغانستان ته رالیږل شوې وې بیرته امریکا ته ستنې شوي دي

د امریکایي رسنیو د خبر په حواله ددې چټکو جنګې جیټ A10 یا تندر بولټ په نوم طیارو شپږ میاشتې په افغانستان کې وظیفه اجراء کړې ده

له امریکا څخه نشریدونکې ډیفینس بلاګ په نوم رسنی ویلی چې دغو طیارو په عراق او افغانستان کې وظیفې اجراء کړي او ۱۱۰۰ یولس سوه ځله یې بمبارونه کړې چې د اکثرو تمرکز یې په افغانستان کې وو

دغه الوتکې له ۲۰۰ کسیز ټیم سره د افغان دولت په غوښتنه افغانستان ته راغلې وې چې له شپږ میاشتې فعالیت ت سره کولو وروسته له خپل دوه سوه کسیز ټیم سره بیرته امریکا ته رسیدلي دي

د امریکا د هوایي ځواک دغه تېز ټیم په افغانستان کې د ازادي ساتونکو په نوم خپل فعالیت کاوو.

ددغو تندر بولټ یا َA10 چټکو جنګي طیارو خصوصیات دا وو چې په ډیره ټیټه فضا یعنې د ځمکې په ۳۰۰ متري کې یې د پروازونو صلاحیت درلود او په اسانه یې هر هدف په نښه کولای شو

ددغو طیارو بل خصوصیت داوو چې سره له دې چې د تېز پرواز په کولو سره یې نوم درلود همداراز یې کولای شول چې په یوه ساعت کې په ډیر کم رفتار سره صرف ۳۰۰ کیلو میتره مسافه ووهي

ددغو طیارو راتګ افغانستان ته د افغان دولت په مکررو غوښتنو سره شوی وو خو د راتګ خبره یې تر بیرته ستنیدو پورې پټه ساتل شوې وه

په دې ورستیو کې د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو هوایي بمباریو زور اخیستی وو چې له امله یې د ملکیانو مرګ ژوبله ترټولو لوړ حد ته رسیدلې وه چې ممکن علت یې همدا د دوه سوه کسیز امریکایي هوایي ټیم فعالیت وي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *