عبدالله عبدالله: ولسمشر غني د صحابه وو تهمت کوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

عبدالله عبدالله: ولسمشر غني د صحابه وو تهمت کوي

په اوسني حکومت کې اجرائیه رئیس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ولسمشر غني صحابه وو ته په توهین تورن کړ

ډاکټر عبدالله عبدالله نن د انتخاباتي کمپاین په لومړۍ ورځ خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل، نن یوه کس ویلي چې زه عمري عدالت تطبیقوم

د عبدالله عبدالله له ”یوه کس“ څخه موخه ولسمشر غني دی؛ غني هم نن په کابل کې خپلو پلویانو ته د ”دولت ساز“ ټیم د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې کولې

عبدالله عبدالله د ولسمشر غني په اړه ویلي :” نن یوه کس ویلي چې زه عمري عدالت تطبیقوم، ښه غوږ شئ! ټولو ته تهمت شوی وو ، اوس د صحابه کرامو وار راغی“

ډاکټر عبدالله وایي، چې د ”دولت جوړونې“ ټیم شعار د عمري عدالت ورکوي خو د عمل لار یې بیا جدا ده او په ټکو یې چې په فساد کې ښکیل کسان په دندو ګماري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *