حساب ورکوم، حساب غواړم – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

حساب ورکوم، حساب غواړم

عبدالستار سعادت

د ټېلیفون د کرېډېټ کارتونو غلا مو دربښلې ده؛
د آغلې رولاغني د پروموټ او غیر پروموټ د یوې روپۍ حساب هم درنه نه غواړو؛
د خطیب العالمي شرکت پینځه کلن ټول قردادونه دې هم ستا د نمسیانو او کړوسیانو ژوند در جوړ کړي؛
د تدارکاتو د کمېټې د مشرۍ پینځه کلن فساد دې هم د ولسمشرۍ امتیاز شه؛
دا چې په سلګونو میلیونه ډالر دې د ارګ حمایوي ادارې ته د تصویب شوې بودجې پر خلاف ولېږدول او د تدارکاتي پروسې میکانیزم نه دې هم استثناء کړل، پروا نلري؛ کېدای شي د کمپاین درې سوه میلیونه ډالرو دې کفایت نه کاوۀ.
د واحدې منبع ټولو قردادونو نه دې هم درتېر یو چې د فساد بویونه یې دماغ سوزوي.
هغه پیسې دې هم ستا د غلو سر وخوري چې د ځینو نورو له خوا پي ټي اېم سره مرسته شوې وې او هلته په ارګ کې غلا شوې، ترکیه کې پرې کورونه واخېستل شول.
مګر؛
– آیا د جوازخان د هغه همت تاوان ورکولای شې چې په تېرو ټاکنو کې یې د خپلې ځوانیمرګې لور جنازه پټه وساتله، د دې لپاره چې ستا په رایو کې کمی رانه شي؟! ایا هغه هر څه دې معامله نه کړل؟ د اساسي قانون پر سر دې معامله ونه کړه؟!
– د ټولې خاموشۍ او غلامۍ نه دې در تېر یو. خیر، هغه سکوت خو استاد سیاف هم کړی دی، خو؛ د وطن په سینه چې د بمونو مور وآزمایل شوه، ته دې د هغه هرکلي حساب راکولای شې؟
– ته دومره راته ووایه! آیا ستا دا ټوله پاچاهي د هغو دنګو ځوانیو د یوه تار وېښته ارزښت هم درلود چې تا یوازې څلورو کلونو کې ۴۵۰۰۰ اور ته واچول او بیا دې حتی د شهید کلمه هم ورته ونه کاروله؟!
– ته به په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون کې د هغو ټپیانو حساب راکړې چې ستا ملګرو پرې بمونه واچول او ویې وژل؟ حتی ستا بهرنیو ملګرو کې دومره وجدان پیدا شو چې بښنه یې وغوښته، مګر تا تر پایه ترورېستان وبلل.
– ته به د وطن د کوم ماشوم، ښځې، ځوان، زاړه حساب راکړې چې یا ستا یا دې د متحد بمبارۍ کې ووژل شول؛ د کندز؟ د کنړ؟ د زرمت؟ د غزني؟ د بغلان؟ د ارزګان؟ د کوم یوه حساب راکولای شې؟
– د وطن په تاریخ کې د افغانې مېرمنې عزت او احترام ساتل شوی و، ته د هلمند او وردګو ولایت د هغو معصومو ښځو د حیا د پړوني حساب راکولای شې چې تا یې ماشومان په نیمو شپو کې ترې واخېستل او د ټولو ملي او بشري قوانینو خلاف دې زندانونو کې واچولې، د هغو حساب درسره شته؟
– افغانې ښځې په یو عالم کړاوونو او مصیبتونو کې زده کړې وکړې، ځانونه یې په معیارونو برابر کړل؛ خو، ستا د حکومت ځینو هوس پرستو د هغوی د ذهنونو پر ځای د هغو مخونو ته وکتل، ستا اداره یې دومره بدنامه او ناولې کړه چې نړیوالو رسنیو پرې رپوټونه جوړ کړل، اوس هغوی د دې وطن کادري سرمایه ده، خو ستا په بې عزته اداره کې که کار کوي، زړه کې به یې اندېښنه وي چې خلک به پرې څه ډول قضاوت کوي؟ که یې نه کوي، توله خواري یې په اوبو لاهو شوه. که افغانه ښځه د خپل زوی، لور، خاوند، ورور، پلار او د ځیګر د نورو ټوټو له وینو درتېره شي، دا حساب ورکولای شې؟!
– که پښتون نور هېڅ حساب درسره ونه کړي، د خپل د ټکټ هغه غړي کړنو حساب دې ورکولای شې چې د پښتنو په کورونو او ناموس یې په نیمه شپه د خړو موزو خاوندان وروستل؟ د ملي امنیت اداره د هغه د واکمنۍ پر مهال پښتنو لپاره داسې وه، لکه فلسطینیانو ته د اسرائیلو بند خونې، بګرام، پلچرخي او ګوانتانامو یوازې د دې لپاره پرې ډکېدې چې خدای ج پښتانه پیدا کړي دي، آیا د دې حساب ورکولای شې؟!
– ته دې د خپل د دې سیاست حساب ورکولای شې چې په ارګ کې دې د پاتې کېدو لپاره د دې ملت بقا راز (سولې) سره په ټول توان دښمني وکړه او لا لګیا یې؟!

واقعیت دا دی چې ته د هېڅ شي حساب نه شې ورکولای، خو؛ واکمن یې، حساب اخلې.
خبره واضح ده؛ د دې ملت ته بدې راځې او ستا دا ملت بدې راځي، مګر؛ ارګ ستا دی، بیت المال باندې ته واکمن یې. د درغلیو د لارې به نهایي کوښښ وکړې چې ظواهر ستا په نفع تمام شي. دروغو او په سترګو ننوتلو هنر خو خدای ج داسې درکړی چې په دې استعداد دې هېڅوک سترګې نه شې پټولی، بیا به چیغې وهې:
سر قوماندان اعلی یم، ولسمشر یم.
خو؛ باور مې نه راځي چې دا ځل دې دا خوب رښتیا شي، کوم طوفان چې را الوتی، ستا د واکمنۍ د کېږدۍ مراندې یې شلولي، ډېر ژر به واورې او باران ته پاتې شې.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *