د لوګر د پوهنتون محصلینو د ټرمپ د ورستیو څرګندونو خلاف لاریون وکړو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د لوګر د پوهنتون محصلینو د ټرمپ د ورستیو څرګندونو خلاف لاریون وکړو

د لوګر ولایت څخه تازه رارسیدلي راپورونه وایي چې نن ددې ولایت د پوهنتون محصلینو د پوهنتون په انګړ کې غونډه جوړه کړې وه او د افغانستان په هکله د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې یې په کلکو ټکو وغندلې

د پوهنتون محصلینو د غونډې په جریان کې د مرګ په امریکا شعارونه ورکول او د ټرمپ له ورستیو څرګندونو سره یې کلک مخالفت وښوده

ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي وو چې که وغواړي د افغانستان بایللی جنګ وګټي نو په یوه اونۍ کې لس میلیونه افغانان وژلی شي او په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ایستلای شي

د لوګر د پوهنتون محصلینو داسې مهال یاده غونډه ترسره کړې چې د ټرمپ له څرګندونو وروسته ټولو افغانانو د نوموړي خبرې تقبیح کړې
وسلوالو طالبانو هم د ټرمپ د غیر عاقلانه څرګندونو وروسته خپلو تعرضي او سرتیرو بریدونو ته زور ورکړی ده چې په نیږدې ورځو کې یې څلور ستر موټر بم بریدونه هم ترسره کړل چې دوه یې په امریکایي ځواکونو او دوه یې په غزني کې د افغان دولت په مرکزونو ترسره کړل

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *