طالبان پاکستان ته: زموږ د ویاړمنو مشرانو شخصیت ته زیان مه رسوئ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

طالبان پاکستان ته: زموږ د ویاړمنو مشرانو شخصیت ته زیان مه رسوئ

وسلوالو طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې د خپل وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور په اړه په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه رد کړل

د پاکستان فدرالي ادارې خبر ورکړی چې د دوی پلټنو مالومه کړې چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په کراچۍ کې د کورونو او ځمکو کاروبار درلود

دوی ادعا کړې چې ملا اختر محمد منصور جعلې پیژندپاڼې هم درلودې او په هغو یې په بینکونو کې حساب اکاونټونه جوړ کړي وو

ذبیح الله مجاهد د پاکستان د فدرالي ادارې دا رپوټونه رد کړي او ویلي دي، د دوی مشر دې کارونو ته ورخلاص نه وو

د مجاهد په ټکو چې دا ډول راپورونه خپرول د دوی د مشرانو حیثیت او شخصیت ته صدمه نه شي رسولای

مجاهد د پاکستان دې ادارې ته په غبرګون کې ویلي: ”څوک چې د افغانستان په سوله کې مرسته کول غواړي، هغوی باید ترهیڅ نوم او عنوان لاندې زموږ د ویاړمنو مشرانو شخصیت ته زیان ونه رسوي.“

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *