په امریکا کې د اعدام سزا بیا شروع شوې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

په امریکا کې د اعدام سزا بیا شروع شوې

Image processed by CodeCarvings Piczard ### FREE Community Edition ### on 2017-07-16 15:51:33Z | |

د امریکا فدرالي دولت له دوه لسیزو وروسته یو ځل بیا د اعدام سزا شروع کړې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په متحده ایالاتو کې د اعدام سزا ورکولو خبر ورکړی او اعلان یې کړی چې د دسمبر په ۹ مه به هغه ۵ تنه اعدام کړي چې په وژنو تورن شوي وو.

په اعلامیه کې راغلي چې ” د متحده ایالاتو د لویې څارانوالۍ امر ویلیام بار د زندانونو فدرالي ادارې ته امر کړی چې د فدرالي دولت د سزا په احکامو کې د بدلون وړاندیز لاسلیک کړي.”

د واشنګټن پوسټ په خبر چې د اعدام حکم د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۳ کال کې اجراء شوی وو.

خو په اوس وخت کې د فدرالي دولت لخوا ۶۵ تنه په اعدام محکوم شوي دي.

الیاس الماس

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *