د ملابرادر اخند په مشري د طالبانو اته کسیز پلاوی ایندونیزیا ته لاړو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د ملابرادر اخند په مشري د طالبانو اته کسیز پلاوی ایندونیزیا ته لاړو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډ خبر کې ویلي چې د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو
یو ۸ کسیز هیئت نن د اندونیزیا هیواد ته لاړو

مجاهد ویلي چې طالب مشران به په دغه سفر کې د اندونیزیا اسلامي هیواد سره د دوه اړخیزه سیاسي روابطو پر جوړولو او د سولې خبرو اترو او د راتلونکي افغانستان سره د دوه جانبه همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې

طالب مشران دا سفر داسې مهال ترسره کوي چې تیره ورځ ارګ له امریکایانو غوښتي وو چې په طالبانو سفري بندیزونه ولګوې او په قطر کې د طالب مشرانو ارامه زندګي ته د پای ټکی کیږدی تر څو پر طالبانو فشار راشي او وسلې پر ځمکه کیږدي او افغان دولت سره خبرو ته سر ټیټ کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *