یوه ویډیو چې په نیټ نشر شوي ده، په دوه هفتو کې له څلور ملیونه څخه زیاته کتل شوې ده.
د چین هیواد په یوه هوټل کې یوه مړه چرګه یو ناڅاپه ژوندی شوه او په تیښته له مشقاب څخه وتښتیده، چې د هوټل میلمانه یې حیران کړل.
په یوه ویډیو کې چې د هوټل یوه میلمه د کمرې په سترګه کې ساتلي ده، ښکاري چې د خوړو په میز باندې څو مشقابونه ایښودل شوي، په یوه مشقاب کې د چرګ د خامې غوښې ټوټه هم ایښي ده.
یاده خامه ټوټه ناڅاپه په حرکت راځي او له مشقاب څخه بهر ته غورځي او وروسته له میز څخه زمکې ته لویږي، د چرګ دا حرکت د هغې ښځې چې د میز په شا کې ناسته وه په چیغو بدرګه کیږي.
یاده ویډیو د څلور ملیونو څخه زیاته په انټرنیټ کې کتل شوي ده.
ځینو کار کوونکو لیکلي، اټکل کیږي چې د چرګ یاده غوښه له حد زیاته تازه وه؛ نو له دې وجهې یې غضلات تر اوسه هم له فعالیت څخه نه وو لویدلي.
الیاس الماس
څرگندون