د امریکا له سفر وروسته د عمران خان د ټویټر د کتونکو شمیر لوړ شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

ټکنالوجي خبرونه

د امریکا له سفر وروسته د عمران خان د ټویټر د کتونکو شمیر لوړ شوی

د امریکا متحده ایالاتو ته د ښاغلي عمران خان له سفر وروسته، د ده په ټویټر کې د کتونکو شمیر 100 لکه ته لوړ شوی دی.

د راپورونو په اساس، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان خپل هیواد ته د بریالي سفر وروسته بیرته ستون شوی دی.

کله چې تیره شپه وزیراعظم عمران خان خپل کور ته راستون شو، د کارګرانو او د تحریک انصاف د مشرانو لخوا یې د اسلام آباد په هوایې ډګر کې تود هرکلی وشو.

عمران خان له ټولو مشرانو او کارمندانو څخه د ده د هرکلي په مناسبت مننه وکړه او ویې ویل چې داسې راته ښکاري، لکه د نړیوال جام له ګټلو وروسته چې خپل کور ته راځي.

ویل کیږي چې امریکا ته د عمران خان له سفر 4 میاشتې مخکې د ده د ټویټر د کتونکو شمیر 96 لکه وو چې اوس یاده شمیره 100 لکه ته پورته شوي ده، چې پدې سره عمران خان د ټویټر د ډیرو کتل شوو کسانو په لست کې اتم ځای خپل کړی.

په ټویټر کې د ډیرو کتونکو کسانو په لست کې لومړی ځای د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لري چې 6 کروړه او 22 لکه کتونکي لري.

په دوهم مقام کې د هند ولسمشر نریندرا مودي، په درېیم مقام کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان، په څلورم مقام کې پاپ فرانسس، په پنځم مقام کې سوشما سورج، په شپږم مقام کې د انذونیزیا ولسمشر، په اووم مقام کې د اردن ملکه رانیه او په اتم مقام کې عمران خان ځای لري، چې پدې سره یې د متحده عرب اماراتو شیخ محمد ته ماته ورکړه

شیخ محمد دا مهال په خپل ټویټر کې 97 لکه کتونکي لري، په داسې حال کې چې د خان د کتونکو شمېر تر سلو لکو پورته شوی دی.

الیاس الماس

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *