لوګر برګ کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې څلور ولسي وګړي وژل شوي دی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

لوګر برګ کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې څلور ولسي وګړي وژل شوي دی

د لوګر ولایت څخه راپورونه وایي چې تیره شپه ددې ولایت په محمداغه ولسوالۍ د برګ په کلي افغان او بهرنیو ځواکونو شپیني عملیات تر سره کړي چې له امله یې څلور تنه ملکیان وژل شوي

د سیمې اوسیدونکي وایي چې بیګا شپه ګډو ځواکونو ددوي په کلي چاپه ووهله او د ملکي خلکو کورونه یې تالاشي کړل د کورونو دروازې یې په بمونو والوزولې

د برګ اوسیدونکي وایي چې د ګډو ځواکونو په دغو عملیاتو کې د دیني مدرسې یو اوستاذ مولوي حضرت محمد، د هغه یو شاګرد،د خالد په نوم یو د مکتب زده کونکی او یو بل ملکي کس وژل شوي دي

تر اوسه د لوګر مسؤلو چارواکو د تیرې شپې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلی

باید یادونه وکړو چې د برګ کلی د ولسمشر غني د پلرني کلي سرخاب سره څنګ کې نیږدې پروت کلی ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *