کابل کې د امریکا د استخباراتو cia په افسرانو موټر بم برید وشو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

کابل کې د امریکا د استخباراتو cia په افسرانو موټر بم برید وشو

د کابل ولایت څخه تازه راپورونه وایي، چې نن سهار اته نیمې بجې د دې ولایت په پنځلسمې امنیتي حوزه کې د امریکا د استخباراتو cia په کار کونکو موټر بم برید ترسره شوی دی

وسلوالو طالبانو ددغه برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي، چې یاد برید یې د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې د تره خیلو تنګي په سیمه په هغو لنډکروزر موټرو تر سره شوی چې په ځانګړي لباس او موټرو کې له سیمې تیریدل

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چې په دغه برید کې چې د ”احمد غزنوي“ په نوم ددوی د یو ملګري له لوري ترسره شو د cia د افسرانو دوه لنډکروزر موټر له منځه تللي دي او په کې سپاره د امریکا د استخباراتو ادارې ګڼ شمیر افسران وژل شوي او ټپیان دي

فی الحال د برید سیمه کلابنده ده او لویه لار د خلکو پرمخ تړل شوې ده

تر دې دمه په کابل کې میشتو امریکایي ځواکونو او افغان دولت په دې اړه څه نه دي ویلي

دا برید داسې مهال ترسره شو چې دوه ورځې وړاندې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لس میلیونه افغانانو د وژلو او د نړي څخه افغانستان د نقشې ختمولو ګواښ کړی وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *