لوګر کې د امریکایي ځواکونو په بمبار د یوې کورنۍ ۹ تنه ښځې او ماشومان وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

لوګر کې د امریکایي ځواکونو په بمبار د یوې کورنۍ ۹ تنه ښځې او ماشومان وژل شوي

د لوګر ولایت څخه راپورونه وایي چې ددې ولایت په دشت خاک سیمه کې امریکایي ځواکونو د ملکي خلکو په کور بمبار کړی چې له امله یې د یوې کورنۍ ۹ تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې دي وژل شوي دي

د دشت خاک سیمې د کوچیانو یو قومي مشر حاجي بهادر شمشاد ته ویلي چې یاد برید تیره شپه د برکي برک ولسوالي په دشت خاک سیمه کې رامنځ ته شوی چې له امله یې د یوه کور نهه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي دي

د کوچیانو یو بل قومي مشر سالم نعیم زوی هم رسنیو ته ویلي چې تیره شپه امریکایي ځواکونو د خاکې ډاګ په سیمه کې د کوچیانو په یوه کور بمبار کړی چې له امله یې ۹ تنه ښځې او ماشومان شهیدان شوي دي

د لوګر د امنیه قومنداني چارواکي هم د یاد برید پخلی کوي خو دا چې په برید کې وسلوال طالبان او که ملکي خلک وژل شوي نوموړی یې په اړه ناخبري ښیي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *