ګردیز ښار کې چاودنې د پاڅون کونکو مشر قومندان عزیزاحمد وژلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ګردیز ښار کې چاودنې د پاڅون کونکو مشر قومندان عزیزاحمد وژلی

له پکتیا ولایت څخه راپورونه وایي، چې نن ماسپښین ۳:۳۰ بجې ددغه ولایت په مرکز ګردیز کې یوه زوروره چاودنه شوې ده

د پکتیا د والي مرستیال ”عبدالولي سهي “ رسنیو ته ویلي، چې یاده چاودنه د پکتیا د حوزوي روغتون او پوهنتون ترمنځ کوڅه کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې د ولسي پاڅون کونکو قومندان عزیزاحمد وژل شوی دی

د یادې چاودنې له امله د نورې رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه دقیق ارقام نه دي ښودل شوي خو د یاد ولایت د حوزوي روغتون مشر ویلي، چې د پیښې له ځایه ورته یو مړی او شپږ ټپیان وروړل شوي دي

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم خو د والي د مرستیال په خبره چاودنه د موټر بم برید له امله رامنځ ته شوې چې هدف یې د پاڅون کونکو مشر قومندان عزیزاحمد وو او نوموړی په دغه چاودنه کې وژل شوی دی

تر اوسه ددې چاودنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *