د کندهار د برید پر وخت سوداګرو ته دروند مالي زیان اوښتی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د کندهار د برید پر وخت سوداګرو ته دروند مالي زیان اوښتی

تیره ورځ د کندهار په امنیه قومنداني د طالبانو سرتیرو بریدګرو د موټر بمونو له درې بریدونو سره ډلییز برید پیل کړ، چې د شپې تر اخره یې دوام درلود

په برید کې وسلوالو طالبانو تر سلو د زیاتو افغان سرتیرو او دولتي مامورینو د مرګ ژوبلي خبر ورکړ

خو د کندهار چارواکي بیا د څو محدودو سرتیرو د وژنې او ټپي کیدو خبره کوي او په وینا یې باقي ټوله مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې ده

وسلوال طالبان بیا د ملکیانو مرګ ژوبله د ”دښمن“ په تبلیغات تعبیروي او وایي، چې ددوی بریدګرو جګړه ټوله د امنیه قومندانۍ دننه له افغان ځواکونو سره کړې او مرګ ژوبله یې هم افغان ځواکونو ته اړولې ده

د دواړو لوریو د ادعاوو ترڅنګ د امنیه قومنداني تر څنګ په ګمرک کې ولاړو باروړونکو لاریو ته هم پراخ زیان رسیدلی دی

د کندهار چارواکي ادعا کوي چې د ګمرک په انګړ کې ولاړ د خوراکي او نورو سوداګریزو توکیو بار موټرو ته طالبانو زیان اړولی، خو د کندهار د ګمرک رئیس بیا د دولت ادعا ناسمه بولي او وایي چې د دوی مالونو او موټرو ته طالبانو نه بلکې افغان ځواکونو اور ورته کړی دی

د کندهار د ګمرک رئیس رسنیو ته ویلي، چې کله وسلوال بریدګر امنیه قومنداني ته دننه شول، افغان ځواکونو په لوی لاس د ګمرک په ولاړو موټرو د غټو او درندو اسلحو ډزې شروع کړې چې له امله یې په ګمرک کې ولاړ بار موټرو ته زیات زیان ورسید

نوموړي ویلي، چې د دولتي ځواکونو د برید له امله په ګمرک کې ولاړ بار موټرو اور واخیست او د سوداګرو مالونه وسوزیدل چې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ زیان یې سوداګرو ته واړاوو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *