یوه پخواني امریکایي افسر ”ډېنیل ډېویس“ په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه عبثه بللې ده.
ډېویس وایي، په فاریاب ولایت کې د جمېز امریکایي عسکر وژل بې فایدې دي او خپل وطن ته یې هېڅ ګټه ته نه ده رسیدلې
نوموړی وایي، که د جمیز کورنۍ له موږ وپوښتي چې دی د خپل وطن په دفاع کې ووژل شو؟ نو زموږ ځواب به ځکه ”نه“ وي چې هغه په یوه عبثه جګړه کې وژل شوی دی
ډېویس وایي، د افغانستان جګړه په دې نه ارزي چې امریکایي ځواکونه دې پکې ووژل سي
دی اوس وخت د دې بولي، چې باید امریکا د افغانستان روانه عبثه جګړه ختمه کړي
دا په داسې حال کې ده، چې نن هم څلور تنه امریکایي عسکر د وسلوالو طالبانو په یو نفوذي برید کې وژل شوي دي
څرگندون