غزني: طالبان وایي، په نفوذي برید کې مو ۴ امریکایان او ۲ کمانډویان ووژل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

غزني: طالبان وایي، په نفوذي برید کې مو ۴ امریکایان او ۲ کمانډویان ووژل

په غزني ولایت کې د یوه نفوذي برید له کبله ۴ تنه امریکایي عسکر وژل شوي دي

د برید پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخیستې ده، او ویلي یې دي چې دا برید دوی د یوه تن نفوذي طالب لخوا ترسره شوی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې په یوه نفوذي برید کې یې ۴ تنه امریکايي سرتېري او ۲ افغان کمانډویان وژلي دي

د طالبانو په خبره، په یاد برید کې ۳ تنه نور امریکايي عسکر هم ټپيان شوي دي او په متقابلو ډزو کې د دوی ملګری هم وژل شوی ده

دا پېښه نن ماسپښین دوه نیمې بجې د غزني ولایت قرباغ ولسوالۍ مرکز ته نیږدې سیمه کې را منځ ته شوې ده

طالب ویاند وایي، چې د دوی یوه نفوذي ملګري په هغو امریکايي او افغان ګډو عسکرو باندې له نږدې څخه برید وکړ چې سیمې ته ورغلي وو

له یادې پيښې وروسته امریکایي عسکرو په افغان پولیسو ډزې وکړې چې ګڼ شمېر یې وژل شوي او ځیني یې ژوبل دي

تر اوسه د یاد برید اړوند افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت امریکایي غوڅ مأموریت له رسنیو سره هېڅ نه دي شریک کړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *