عبدالغفار احمدزی په بمي چاودنه کې لومړی ټپي، وروسته مړ شو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

عبدالغفار احمدزی په بمي چاودنه کې لومړی ټپي، وروسته مړ شو

عبدالغفار احمدزی لومړی په یوه بمپ چاودنه کې ژوبل شو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه

عبدالغفار احمدزی د ولسمشرۍ ماڼۍ د خاص ساتونکي ځواک (PPS) يو لوړ پوړی چارواکی وو چې پرې بمي چاودنه شوې

نوموړی په یاد برید کې سخت ژوبل شوی وو، چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه

د احمدزي جنازه سهار د سردار محمد داود خان روغتون کې شوې، ورته ولسمشر غني هم ورغلی وو

پر نوموړي د چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی ده

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د تیرې پنجشنبې په ورځ سهار د کابل ښار شپاړسمې حوزې اړوند سرک بالا سیمه کې افغان دولت د مشر اشرف غني د ځانګړو ساتونکو د قومندان ډګروال(عبدالغفار احمدزي) په لنډکروزر موټر قوي انفجار ترسره شو، چې سخت ژوبل شو او نن یې په روغتون کې ساه ورکړه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *