ارزګان: د امریکایي ځواکونو په بمباریو کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ارزګان: د امریکایي ځواکونو په بمباریو کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي

ترلاسه شوو خبرونو کې راغلي، چې د ارزګان ولایت د ګېزاب ولسوالۍ په خلج سیمه کې د افغان ځواکونو په ملتیا د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۳۵ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی ده

د ارزګان پخواني والي امان الله تیموري خبر ورکړی، چې د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۳۵ ملکي وګړي شهیدان شوي دي، چې یو شمېر یې د دۀ د کورنۍ غړي دي

تیموري ویلي، لومړی د امریکایي سرتېرو لخوا د ګیزاب ولسوالۍ خلج سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو چاپې وهلي خو وروسته د طالبانو لخوا دغه چاپې له سخت او توند غبرګون سره شوې دي

د نوموړي په قول، څو شیبې وروسته د بهرنیو ځواکونو جیټ الوتکې راغلې دي او د ملکي وګړو پر کورونو یې هوایي بریدونه ترسره کړي، چې پکې تر ۳۵ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

تر اوسه د ارزګان امنیتي چارواکو بې خبرې ښیي او طالبانو لا هم غبرګون نه دی ښودلی

دا په داسي حال کې ده چې وړمه شپه میدان ورګ کې د ګډو ځواکونو په شپني عملیاتو کې لسګونو ولسي وګړو ژوند له لاسه ورکړی وو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *