میدان وردګ: د ګډو ځواکونو په شپنې عملیاتو کې بیا ګڼ ملکي تلفات – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

میدان وردګ: د ګډو ځواکونو په شپنې عملیاتو کې بیا ګڼ ملکي تلفات

بیګاه شپه د ګډو ځواکونو لخوا په میدان ورګ کې د تېر په څېر پر ملکي وګوړو شپني عملیات ترسره شوي دي

په دغه شپنې علمیاتو کې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

له سیمې څخه د ورکړل شوو راپورونو پر اساس، بیګاه شپه د امریکایي او افغان عسکرو له لوري د وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ په بلندخیلو، لاغریو، کمال خیلو او چوپان کلیو باندې چاپې ووهل شوې

په دغو شپنې عملیاتو کې د ګڼو ملکي خلکو کورونه ونړول شول، قیمتي مالونه يې وړل شوي دي او هم یې پسونه او میږي ته تلفات رسیدلي دي

سیمه ییز خبرونو کې راغلي، چې په یادو شپنیو عملیاتو کې ۷ تنه عام کلیوال چې ۴ يې د یوه کس ”شیرزمان اکا“ زامن وو شهیدان شوي، زیات تعداد کلیوال ټپيان دي او ۲ تنه نادرکه دي او تر څنګ یې ملکیانو ته ستر مالي تلفان هم اوښتي دي

باید وویل شي، چې په یاد ولایت کې له دا نږدو څو ورځو راهیسي ورته ګڼې چاپې وهل شوې دي

بلخوا افغان حکومت ادعاء کړې ده چې یاد عملیات یې په وسله وال طالبانو کړي دي، چې لسګونه طالبان یې وژلي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده او دا یې یو پروپاګند بللی دی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي:
«دښمن کوښښ کوي چې له هر جنایت څخه وروسته په دا ډول پيښو کې مجاهدینوته د زیان اړولو ناسم راپورونه خپاره کړي او خپل جنایت توجیه کړي»

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *