بادغیس: طالب بریدګرو پر امنیه قومندانۍ برید کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

بادغیس: طالب بریدګرو پر امنیه قومندانۍ برید کړی

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو امنیه قمندانۍ څنګ ته یوې ودانۍ ته وسله وال طالبان ننوتلي، چې پر امنیه قمندانۍ یې پراخ بریدونه پېل کړي او ناتاره ډزې پرې روانې دي

د کورنیو چارو وزارت هم یاد برید تائیدوي خو وایي، چې نن غرمه شاوخوا دولس بجې او څلوېښت دقيقې د بادغيس په قلعه نو کې څو تنه سرتېري بريدګر يوه هوټل ته ننوتلي او له هغه ځایه یې ډزې پېل کړې دي

د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي خبر ورکړی وو، چې پوليس سيمې ته رسېدلي او بريدګر يې محاصره کړي دي

له بل پلوه د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي ویلي، چې بریدګر د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو امنیه قومندانۍ ته څېرمه یوې ودانۍ ته داخل شوي چي پر امنیه قومندانۍ یې ناتار ډزې پېل کړې دي

په یاد برید کې تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو شوو عسکرو مالومات لا نه دي رسنیز شوي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *