ناټو: افغانستان کې نن یو امریکایي سرتېری وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ناټو: افغانستان کې نن یو امریکایي سرتېری وژل شوی

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت خبر ورکړی، چې دې هېواد کې یې یو امریکايي سرتېری وژل شوی دی

غوڅ ملاتړ ماموریت زیاتوي، چې یاد امریکایي سرتېری نن ووژل شو

یاد ماموریت ویلي، د یادې پېښې د څرنګوالي او سرتېري په اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي

د وژل شوي سرتېري نوم او نور معلومات به د ۲۴ ساعتونو وروسته په اوږدو کې د امریکا دفاع وزارت د خپلې پالیسۍ له مخې خپاره کړي

دا لا نه ده مالومه چې یاد سرتیری د چا په برید کې وژل شوی خو ورته بریدونه ډیری وخت وسلوال طالبان ترسره کوي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *