ولسمشر غني: په عمره کې مې هره ورځ حداقل سل واره لمونځ کوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ولسمشر غني: په عمره کې مې هره ورځ حداقل سل واره لمونځ کوی

نن د افغان ولسمشر ښاغلي اشرف غني هغه وینا یوځل بیا د خلکو د طنزیه خپرونو سرټکی وګرځیده ،کومه یې چې تیره ورځ مکې معظمې ته د حاجیانو په لومړي پرواز کې تلونکو کسانو ته د خدای پاماني په مراسمو کې کوله

افغان ولسمشر حاجیانو ته په خطاب کې وویل، چې کله نوموړی په وروستي ځل عمرې ته لاړ نو هلته یې روزانه حد اقل سل ځله لمونځونه کول او دوعاګانې یې غوښتلې

ولسمشر زیاته کړې، دا کار یې ځکه کاوو چې هلته دعا قبلیږي

د نوموړي د دې خبرو وروسته ټولنیزو شبکو کې ګڼ شمیر کسانو د نوموړي په دغو خبرو طنزیه خپرونې کړي دي

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم څوځله ولسمشر داسې بې سنده څرګندونې کړي چې خلکو دا خبرې د نوموړي د اسلامي احکامو سره د نابلدتیا وجه بللې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *