ننګرهار: د واده په مراسمو کې برید؛ ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ننګرهار: د واده په مراسمو کې برید؛ ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن سهار اته نیمې بجې د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ لاندې پچیر سیمه کې د ځایي پاڅون کونکو د مشر حاجي تور د وراره د واده په مراسمو کې سرتیری برید شوی، چې زیاته مرګ ژوبله یې اړولې ده

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، چې په برید کې د پاڅون کونکو د مشر قومندان تور په شمول پنځه تنه وژل شوي او تر څلویښتو زیات ټپیان دي

د خوګیاڼي په وینا دا یو سرتیری برید وو،.چې د یو کمعمره ماشوم له لوري ترسره شوی دی

یاد برید هغه مهال تر سره شو کله چې د پاڅونوالو قومندان حاجي تور د واده مراسمو ته راغی، نو سرتیری بریدګر سم دستي د هغه په خواکې ځان ته چاودنه ورکړه

تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو وسلوالو طالبانو په یاده پیښه کې لاس لرل رد کړي دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پچیراګام د واده په مراسمو د نن سهار برید، دوی پورې اړه نلري

د پیښې ټپیان د جلال اباد ، پچیراګام، او چپرهار ولسوالیو روغتونو ته رسول شوي چې د ځینو حالت نازک ښودل شوی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *