زابل:د والي ویاند وایي، د شاجوی ولسوالي ژغورلو ته یې ځواکونه لیږلي خو ولسوال ناخبري ښیي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

زابل:د والي ویاند وایي، د شاجوی ولسوالي ژغورلو ته یې ځواکونه لیږلي خو ولسوال ناخبري ښیي

له تیرو دوو ورځو راهیسې وسلوالو طالبانو د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په مرکز او دفاعي پوستو بریدونه پیل کړي، او یو شمیر افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او ځینې پوستې یې نیولي دي

د زابل ولایت د والي ویاند ”ګل اسلام سیال“وایي، چې د یادې ولسوالۍ ژغورلو ته یې د هوایي ځواک په ملتیا تازه دمه سرتیري لیږلي او وسلوال طالبان یې په شا تمبولي دي

خو د شاجوی ولسوالۍ والسوال ” وزیر جواد “بیا د تازه دمو سرتیرو له ور رسیدو ناخبري ښیي او زیاتوي، چې طالبانو ددغې ولسوالۍ د نیولو په موخه په دغه ولسوالۍ او امنیتي او دفاعي پوستو پراخ بریدونه پیل کړي او یو شمیر پوستې یې نیولي او تر اوسه مرستندویه ځواکونه دوی ته نه دي ور رسیدلي

نوموړي زیاته کړې، که مرکزي حکومت ددې ولسوالۍ د ژغورلو لپاره ګړندي او عاجل ګامونه وانه خلي نو ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولویږي

بل لور ته د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف ویلي، چې د زابل ولایت په شاجوی ولسوالي یې پراخ بریدونه پیل کړي او د سیابندی پوستې په شمول یې درې پوستې نیولي او ګڼ شمیر سرتیري یې وژلي او یو شمیر مهمات هم ددوی لاس ته ورغلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *