غزني شلګر کې امریکایي ډرون د ملکي خلکو د سپرلۍ موټر ویشتلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

غزني شلګر کې امریکایي ډرون د ملکي خلکو د سپرلۍ موټر ویشتلی

له غزني ولایت څخه راپورونه وایي، چې تیره ورځ مازدیګر د شلګر ولسوالۍ باګو سیمه کې امریکایي ډرون الوتکو د ملکي خلکو د سپرلۍ په سراچه موټر میزایل ویشتلی او درې تنه عام ملکیان یې وژلي دي

تر اوسه د غزني دولتي چارواکو او یا په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي

دا برید داسې مهال ترسره شوی، چې تیره ورځ د همدې ولایت په اسماعیل کابلو سیمه کې هم امریکایي ډرون الوتکو یو تن یوولس کلن ماشوم چې پسونه یې څرول په میزایل ویشتلی او نوموړی هلک یې د دیارلس پسونو په شمول وژلی دی

دوه ورځې وړاندې په بغلان کې هم ډرون الوتکو یو کور باندې بمبار کړی وو، چې د کورنۍ ټول اوتنه غړي یې د ښځو او ماشومانو په ګډون وژلي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *