پاکستان کې د اورګاډي د ټکر له امله ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

پاکستان کې د اورګاډي د ټکر له امله ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د دولتي رسنیو د خبر په حواله نن په دغه هیواد کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۴۵ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دغه پیښه د پنجاب او کوټې تر منځ د رحیم یارخان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده

د پاکستاني رسنیو په حواله یاده پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یو اورګاډی له پنجاب ایالت څخه کویټې ته پر لاره وو او د رحیم یارخان په سیمه کې یې له بل اورګاډي سره ټکر وکړ

په دغه پیښه کې تر دې دمه د ۱۰ تنو مړینه او د ۳۵ تنو ټپي کیدل تائید شوي خو ځایي چارواکي وایي، چې لا هم د اورګاډو په زیانمنو شویو کوټو کې ځینې مسافر لا بند پاتي دي او د را ایستلو چارې یې روانې دي چې شاید د مرګ ژوبلې شمیره یې نوره هم لوړه شي

سیمې ته مرستندویه ټیمونه رسیدلي دي

تر اوسه د یاد ټکر لامل نه دی څرګند شوی خو ښایي پیښه د ډرایورانو د بې احتیاطي له امله رامنځ ته شوې وي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *