د ارګ رسول لنډیان – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د ارګ رسول لنډیان

نن بي بي سي انګلیش د غني په رژیم کي د جنسي آزار او اذیت په باره کي یو ټکان ورکونکي رپوټ خپور کړی دی چي لوست يې د هر افغان لپاره قهر او شرم ایجادوي.

دا رپوټ د غني د رژیم ځیني وزیران او بعضي عالي رتبه مامورین واقعا حیوانان او درندګان معرفي کوي. د دې رژیم د حیواني شهوت یوه افغانه قرباني مېرمن د یوه بر حاله وزیر په اړه داسي وايي،«هغه دا کار په روښانه ورځ کوي. هغه هیڅ بېره نه لري، ځکه هغه په حکومت کي یو بانفوذه شخص دی.»

د رژیم د جنسي ازار بله افغان مېرمن وايي،«زه پر حکومت باندي هیڅ اعتماد نه لرم. که چیري تاسي محکمې او یا پولیسو ته شکایت وکړئ، تاسي به خپله وګورئ چي هغوی څونه فاسد دي. تاسي د شکایت کولو لپاره مصون ځای او اداره نه سئ پیدا کولای. که چیري تاسي په عام محضر کي شکایت وکړئ، هر څوک ښځي ملامتوي.» او قاضي، پولیس، څارنوال ټول جنسي مطالبه در څخه کوي.

د مې په میاشت کي، جنرال حبیب الله احمدزي په ارګ کي د فحشا د ترویخ موضوع افشا کړه،‌ خو د غني پلویانو سمدستي هغه په درواغو ویلو متهم کړ.‌

د غني پلویان حتی د عدالت او جنسي ازار مسله هم سیاسي کوي. او په تمامه بې شرمۍ او وقاحت سره د خپلو درنده او ځناورو وزیرانو لپاره د معافیت او مصونیت فضا ایجادوي.

د غني په رژیم کي د ښځو د جنسي ازار مسله د افغان مېرمنو حقه حقوقو ته یو کاري ګوزار دی. په اجتماعي، سیاسي او اقتصادي مسایلو کي د هغوی د فعال ګډون په مقابل کي یو ستر خنډ دی. او د ښځو د حقه حقوقو مخالفان لا تشویقوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *