محمد نبي عمري: داعش په افغانستان کې د امریکا لخوا تقویه کیږي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

محمد نبي عمري: داعش په افغانستان کې د امریکا لخوا تقویه کیږي

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او منشي مولوي محمد نبي عمري ویلي، چې په افغانستان کې د داعش نامې ډلې غړي د امریکا لخوا تقویه کیږي

نوموړي دا خبرې د راشا ټوډې له عربي څانګې سره په مرکه کې کړې دي

محمد نبي عمري چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی او منشي دی ویلي، په افغانستان کې داعش ډله د امریکا پراخ ملاتړ له ځان سره لري او د دوی په الوتکو کې له یوه ځایه بل ته وړل کېږي

طالب چارواکي زیاته کړې، چې په افغانستان کې موجوده داعشیان له سوریې او عراق د امریکا په الوتکو کې ولېږدول شول

هغه خبر ورکړی، چې په تېره روژه کې د طالبانو لخوا داعش اورپکي محاصره شول چې د خلاصون یې هېڅ لار نه وه خو د امریکایي الوتکو په مټ وژغورل شول او کابل ته یوړل شول

نوموړي زیاته کړې چې داعش ډلې ته دا اوس هم امریکا پیسې او وسلې ورکوي

ښاغلي عمري ویلي، چې د افغانستان د کمې برخې ماسوا چې د حکومت په واک کې ده، طالبان د افغانستان پر اکثره برخه واکمن دي

له یادې رسنۍ سره په مرکه کې نوموړي له امریکا سره په خبرو کې د پرمختګ خبر هم ورکړی دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *