فراه: افغان پولیسو دوه ایراني نظامیان نیولي دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

فراه: افغان پولیسو دوه ایراني نظامیان نیولي دي

له فراه ولایت څخه تر لاسه شوو خبرونو کې راغلې ده چې افغان ځواکونو دوه ایراني نظامیان نیولي دي

د یاد ولایت چارواکو خبر ورکړی، دغه دوه نظامیان چې یو یې عسکر بل یې افسر ده، په غیر قانوني توګه افغان خاورې ته را اوښتي وو، چې د افغان عسکرو لخوا ونیول شول

تر اوسه لا نه ده څرګنده چې دا دوه نظامیان د څه لپاره افغان خاوري ته په غیر قانوني توګه را اوښتي دي

اړوند یې زیاتې پلټنې روانې دي، چې مالومات به یې وروسته رسنیو ته وړاندې کړل شي

بلخوا ایراني حکومت لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *