غزني: د ملي امنیت پر یوه مرکز د موټربم برید شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

غزني: د ملي امنیت پر یوه مرکز د موټربم برید شوی

نن سهار په غزني کې د ملي امنيت پر يوه مرکز د موټر بم برید شوی ده

په دغه مرکز کې د یاد موټربم چاودنې له کبله ګڼو حکومتي کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده

له عیني شاهدانو څخه تر لاسه شوي خبر کې راغلي، چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د غزني ښار په شاه مير سيمه کې د ملي امنيت پر يوه مرکز د موټربم درنه چاودنه ترسره شوه

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د یاد موټربم چاودنې پخلی کړی او ویلي یې چې نن سهار د ملي امنیت پر یوه مرکز یاده چاودنه شوې ده خو اړوند به یې جزئیات له رسنیو سره وروسته شریک کړي

‏‎بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یاد برید پړه ومنله او ویلي یې دي، سهار اته نیمې بجې د غزني ښار اړوند سیمه کې د افغان دولت د استخباراتو (ملي امنیت) یو مهم مرکز په موټر بم برید کې له منځه لاړ

مجاهد خبر ورکړی، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پيښه کې مرکز ویجاړ شوی، لسګونه تنه د استخباراتو کارمندان او عسکر له سختې مرګ ژوبلې سره مخ شوي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *