خلیلزاد: د طالبانو سره خبري تر بل هر وخت رغنده او ګټوري وې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

خلیلزاد: د طالبانو سره خبري تر بل هر وخت رغنده او ګټوري وې

خلیلزاد وايي د لومړي ځل لپاره کولای سي چي ووايي چي د طالبانو سره په خبرو کي پر څلورو کلیدي مسایلو باندي «د پام وړ» پرمختګ سوی دی. هغه وايي د خبرو دا وروستی روانډ تر بل هر وخت «مثمر او رغنده» وو.

خلیلزاد وايي پخوا خبري يوازي د عسکرو پر وتلو او د ترویزم ضد ضمانتونو باندي راڅرخېدی،‌خو اوس خبري پراخي سوي دي بین الافغاني مذاکرات او اور بند هم په کښې شامل سوي دي. هغه نور جزییات ور نه کړل،‌خو زیاته یې کړه چي خبري به د سې شبنې په ورځ بېرته له سره شروع سي.

خلیلزاد اسوشیټډ پریس ته د جولای پر ۶ ویلي دي چي د بین الافغاني مذاکراتو او اور بند شرايط په افغانانو پوري اړه لري. طالبان همدااوس پر نیم افغانستان باندي کنټرول لري، او د ۲۰۰۱ راهیسي تر بل هر وخت قوي دي.

خلیلزاد په دوحه کي په مطبوعاتي کانفرانس کي‌ وویل د افغانستان د آینده په باب به خپله افغانان فیصله کوي، خو واشنګټن غواړي چي د سپټمبر تر اولي مخکي یوه موافقه تر لاسه کړي. خلیلزاد پدې کانفرانس کي نه غوښتل چي د بین الافغاني معاملې جزییات بیان کړي: انتخابات، موقتي حکومت، د ملیشاوو برخلیک، او په اساسي قانون کي تعدیل.

خلیلزاد وویل چي د طالبانو سره د خبرو فضا ډېره ښه وه. دواړو طرفونو د ټوکو او خندا لپاره د ویلو لپاره څه درلودل، او برخوال د پخوا شان بړیس او قهرجن نه ول. نه چا د پخوا په څېر نارې او چیغي ووهلې، او نه هم څوک د اعتراض په توګه له مجلسه ووت.

اسوشیټډ پریس لیکي خلیلزاد وايي چي په بین الافغاني مجلس کي به د اشرف غني د کابینې غړي هم موجود وي،‌ خو هغوی به په شخصي ظرفیت برخه په کي واخلي.

منبع: اسوشیټیډ پریس (جولای، ۶، ۲۰۱۹)

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *