قطر کې سبا ته بین الافغاني مجلس، د امریکا او طالبانو خبرې ودریدې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

قطر کې سبا ته بین الافغاني مجلس، د امریکا او طالبانو خبرې ودریدې

سبا ته په قطر کې د دې هیواد او جرمني په کوربتوب د یو بین الافغاني کنفرانس د جوړیدو پلان نیول شوی، چې پکې د ګډون پخاطر له هیواده یو ۶۰کسیز پلاوی ولاړ

دا کنفرانس به دوه ورځې ( د جون په ۷مه او ۸مه) دوام وکړي او د دې په خاطر د امریکا او طالبانو اووم خبرې هم دوه ورځې دریدلې دي

طالبانو هم تائید کړې چې خبرې به دوه ورځې ولاړې وي

د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر ولیکل، چې د دوی او د امریکا په خبرو کې پرمختګ راغلی او تمه لري چې ژر به پای ته ورسیږي

دواړه لوري به پر نهم د جون یو ځل بیا د اووم راونډ خبرو د غځیدو په پار میز ته سره خاضر شي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *