نذر، مولانا – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

نذر، مولانا

شاعر: محمدالله تبسم

دنیا ګډیږي، اسمانونه ځي راځي مولانا
داسې ښکاریږي چې دې شمس لکه چې مري مولانا!

ما مې د خپل زړه و سماع ته پایکوبي کړیده
ما به په کوم مقام تر کومه دروي مولانا؟

وحشت تر دی تحول کړی، زړه مې وچاوده نور
انسان راپاڅي او انسان حلالوي مولانا!

نه مې په زړه کې څه راشنه شول نه په لاسو کې څه
داسې یو حال دی اندامونه رانه خوري مولانا!

د ځینو برخه ده چې نیغ به وي په هوش کې روان
زمونږ په برخه ده بس داسې کج روي مولانا

د تبسم دوی زمانه ده عجیبه غوندې ده
چې خلک حسن په لاسونو لمسوي مولانا

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *