له خوست ولایت څخه راپورونه وایي، چې تیره ورځ ماسپښین د خوست ولایت د مرکز اړوند د مزغور د کمپاین قومندان شاهین تنها چې د حبشخیلو د کلي اوسیدونکی وو، د ماین په چاودنه کې وژل شوی
د سیمې څخه راپورونه وایي، چې د شاهین تنها د سپارلۍ موټر د دغه ولایت مرکز اړوند د خاني خوړ په سیمه په ماین ختلی او نوموړی پکې وژل شوی دی
وسلوالو طالبانو د شاهین تنها د وژلو مسؤلیت منلی دی
په دې ورستیو کې په خوست ولایت کې دولتي کسان او د کمپاین یو شمیر قومندانان د طالبانو له لوري په بریدونو کې وژل شوي، چې څو ورځې مخکې د خوست ښار په سبزي منډیي سیمه کې هم یو تن د کمپاین قومندان جاوید الله تڼی د طالبانو له لوري ووژل شو
کمپاین ځواکونه په خوست ولایت کې د امریکایي ځواکونو له لوري په خاصه توګه روزل شوي چې له امریکایانو سره یوځای په چاپو کې ګډون کوي او د امریکایانو په امر او ترصد عملیات ترسره کوي چې له امله یې د خوست ولایت مختلفو سیمو کې سلګونه ملکیان وژل شوي دي
افغان دولت د یادو ځوکونو د کنترول او مهارولو څخه ځان عاجز بولي او تل یې د یادو ځواکونو په خپل سرو عملیاتو خاموشي غوره کړې ده
کریم بریال
څرگندون