طالبانو د پکتیکا په وازیخوا کې ۳ پوستې نیولي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

طالبانو د پکتیکا په وازیخوا کې ۳ پوستې نیولي

د پکتیکا له وازیخوا څخه په تر لاسه شويو خبرونو کې راغلي، چې تېره شپه د سرواندي سیمه کې د وسلوالو طالبانو او افغان عسکرو تر منځ نښته وه

د خبرونو پر اساس، چې د طالبانو لخوا په درو پوستو جنګ وو

بلخوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې بیګاه شپه د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ سرواندي سیمه کې یې د افغان عسکرو ۳ پوستې سقوط کړي دي

طالبان زیاتوي، چې دغه برید کې یې ۲ ټانګونه، یو رینجر ویجاړ کړی او ۸ تنه پولیس یې وژلي دي

طالبان ادعاء کوي چې څلور تنه افغان عسکر یې ژوندي نیولي، او په زیاته اندازه درنه او سپکه وسله یې لاسته ورغلې ده

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *