د سید شاه سعود نوی غزل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

د سید شاه سعود نوی غزل

غزل
——-
ای د سپوږمۍ اوازه اورمه دې
د زندګۍ اوازه اورمه دې

د جدایۍ کیسه لا هغسې ده
ای د شپیلۍ اوازه اورمه دې

د تشو لوخو ټنګه ټنګه راځي
ای د نیستۍ اوازه اورمه دې

د زړه درزا درسره تیزه شوله
د موسیقۍ اوازه اورمه دې

د قربانۍ اوښکې دي وچې به شي
د خاموشۍ اوازه اورمه دې

اتڼ کې زلفو له چا څنډ ورکړلو
د ازادۍ اوازه اورمه دې

سعوده یار درسره غلی ښه دی
د عاشقۍ اوازه اورمه دې

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *