د پوهنې وزارت ویلي، چې د پرون په برید کې هېڅ زده کونکی نه ده وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د پوهنې وزارت ویلي، چې د پرون په برید کې هېڅ زده کونکی نه ده وژل شوی

د افغانستان د پوهنې معارف وزارت هغه راپورونه ټول رد کړل چې رسنیو په درواغو نشر کړي وو چې ګواکې د طالبانو په پرونۍ حملې کې سلګونه ماشومان له مرګ ژبلېسره مخ شوي وو

د افغانستان د پوهني معارف وزارت خبر ورکړی چې، د کابل ښار په پروني چاودنه کي د سیمي نژدي ښوونځیو هېڅ زده کونکی نه دی وژل شوی

دا وزارت زیاتوي، چې د ښونځیو ودانیو ښیښې د چاودنې د زیاتې زورورتیا له امله ماتي شويو چې له امله یې یو شمیر زده کوونکي سطحي ټپیان شوي خو دا مهال يي روغتیايي حالت د ډاډ وړ دي

یاد وزارت زیاتوي، چې رسنیو په درواغو او په تبلغاتي ډول پخواني او د نورو هېوادونو د ماشومانو انځورونه نشر کړي وو، چې ګواکې په پروني برید کې وژل شوي دي

د پوهنې معارف وزارت پخپله رسمي فېسبوک پاڼې لیکلي:
”په ټولنیزو پاڼو کي پورته شوي انځور د تیري ورځي د چاودني ندي او په پرونی حمله کې زده کوونکې ندي وژل شوي خپور شوی انځور د هیواد نه بهر د بل هیواد د زده کوونکي دی او په ښکاره ډول د یاد زده کوونکي نوم په عربي ژبه ښکاره او لوستل کيږي“

هغوی له درنو هیوادوالو څخه په درنښت هیله کړې ده چي د دا ډول خبرونو او انځورنو په خپرولو کي اړین معلومات تر لاسه او له کره دقت نه کار واخلي ترڅو د عامه ذهنونو د خرابولو او انديښني سبب و نه ګرځي

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو هم پرون خبر ورکړ چې د ګوتو په شمېر زده کونکي د ښیښو له کبله سطحي زخمیان شوي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *