سهیل شاهین: د اووم پړاو خبرو مهمو نتائجو ته سترګې په لار یو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

سهیل شاهین: د اووم پړاو خبرو مهمو نتائجو ته سترګې په لار یو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل ساهین ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې مهمې دي او مثبتو نتائجو ته یې سترګې په لار یو.

شاهین اسوشیټیډ پریس ته ویلي، چې روان راونډ مذاکرات ډیر مهم او برخلیک ټاکونکي دي

باید وویل شي، چې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ تیره ورځ شنبه اووم پړاو خبرې پیل شوې او ښکاري، چې دا ځل به یوې نتیجې ته ورسیږي

د اووم پړاو خبرو تر پیل مخکې که د طالبانو او امریکایانو څرګندونو ته وکتل شي نو د دې پړاو پایلو ته زیاته خوشبیني ښکاره کیدای شي

دا ځل ځکه یوې موافقې ته د رسیدلو خوشبیني زیاته شوې، چې ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو ژر وتل غواړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *