کندهار: د معروف ولسوالۍ دوهمه ودانې هم طالبانو ونیوله – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

کندهار: د معروف ولسوالۍ دوهمه ودانې هم طالبانو ونیوله

د کندهار ولایت څخه راپورونه وایي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د معروف ولسوالي دوهم مرکز هم له افغان ځواکونو نیولی دی

باید وویل شي، چې تیرکال وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت معروف ولسوالي ونیوله او هغه وخت افغان دولت اعلان وکړ، چې یاده ولسوالي یې له خپل موقعیت څخه بل ځای ته انتقال کړې ده

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي، چې تیره شپه یې د معروف ولسوالي دوهم مرکز چې افغان دولت د یادې ولسوالي له سقوط وروسته ددې ولسوالي په ابتو سیمه کې دوهم ځل فعاله کړې وو، د یوې سختې جګړې وروسته یې نیولې دی

طالب ویاند زیاته کړې، چې لومړی یې د یو هاموي ټانک په واسطه د یادې ولسوالۍ په انګړ کې موټربم کړی او وروسته یې پرې وسلوال برید تر سره کړی دی

احمدي ویلي، چې د دغه برید په ترڅ کې یې د یادې ولسوالۍ درې امنیتي پوستې او د ولسوالۍ مرکز نیولی دی

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې په ترڅ کې یې د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه د معاون په شمول ۵۷ تنه وژلي ۱۱ تنه یې ژوندي نیولي دي او ګڼ شمیر اسلحې او تجهیزات د دوی لاس ته ورغلي دي

په یاده جګړه کې طالبانو د خپلو درې تنو ملګرو ټپي کیدل هم منلي دي

د کندهار دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تیره شپه د معروف ولسوالۍ په جګړه کې د ټاکنو د کمیسیون اته تنه هم وژل شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *