افغان او بهرنیو ځواکونو په یوه دیني مدرسې کې ۷ تنه ماشومان وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

افغان او بهرنیو ځواکونو په یوه دیني مدرسې کې ۷ تنه ماشومان وژلي

د میدان وردګو ولایت څخه راپورونه وایي، چې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د امریکایانو په ملتیا د میدان وردګ د چک ولسوالۍ په نیک پایکول درې د چهلګزیانو په دیني مدرسه چاپه وهلې ده

د سیمې اوسیدونکي وایي، چې ګډو ځواکونو په خورا قساوت سره د یادې مدرسې ۷ تنه زده کونکي ماشومان په ډزو وژلي او نور ماشومان شاګردان یې تر مرګه وهلي ډبولي او مدرسه یې په بمونو الوزولې ده

د سیمې د اوسیدونکو په وینا چې ګډو ځواکونو په سیمه کې د کلیوالو ځینې کورونه هم په بمونو الوزولي او څلور تنه کلیوال یې له سختو وهلو ډبولو وروسته له ځان سره وړي دي

د میدان وردګ له ولایت مقام څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې تیره شپه یې د چلګزي په سیمه کې د امریکایي ځواکونو په ملتیا ۱۰تنه وسلوال طالبان وژلي خو د وژل شویو شاګردانو عکسونه چې په میډیا نشر شوي ټول کمکي او د اته تر پنځلسو کالونو په عمر ماشومان لیدل کیږي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *