ولسي جرګې له یوې میاشتې اخ او ډب وروسته میر رحمان رحماني رئیس وټاکه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ولسي جرګې له یوې میاشتې اخ او ډب وروسته میر رحمان رحماني رئیس وټاکه

نن د ولسي جرګې په تالار کې یو ځل بیا د دې جرګې د رئیس ټاکلو په خاطر وکیلانو رائې واچوولې

ننۍ سیالۍ کې خان محمد وردګ او میر رحمان رحماني د جرګې ریاستي چوکۍ ته ولاړ وو

د ولسي جرګې دغې چوکۍ ته له تیرې یوې میاشتې راهیسې وکیلانو ډیر زور وواهه چې دغه چوکۍ خپله کړي خو د زیاتو درغلیو او اختلاف له امله تر پرون پورې څو ځلې رائې وکارول شوې مګر چا دغه څوکۍ خپله نکړه

د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ پر سره څوځله د وکیلانو تر منځ شخړې په اخ او ډب بدلې شوې او یاده جرګه په دې نه توانیدله چې ځانته د رايو اچولو له لارې مشر وټاکي،
دا ځل د ریاست چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره عادي رایه اچونه معیار ټاکل شوې وه او د مطلق زیاتو رایو ګټونکی د څوکۍ حقدار بلل شوی وو چې میر رحمان رحماني دا ځل د ( ۱۳۶) رایو په ګټلو سره یاده چوکۍ وګټله

میر رحمان رحماني له څوکۍ ګټلو وروسته غونډې ته په وینا کې وویل چې زه د ولسي جرګې د موقت رئیس او هیئت ادارې څخه مننه کوم چې دوی د ولسي جرګې حالت د بنبست څخه راوویستلو او د رئیس په ټاکلو کې یې مرسته وکړه

رحماني زیاته کړه چې زه به د اساسي قانون مطابق د یادې جرګې د مشر په توګه نه بلکه د یو خدمتګار په توګه له تاسو سره مشترک کار کوم

د ولسي جرګې د ریاستي چوکۍ ناکام کاندید خان محمد وردګ هم له وکیلانو مننه وکړه او ویې ویل چې زه له هغو ټولو وکیلانو مننه کوم چا چې ماته او یا رحماني صیب ته رایه ورکړې ده او اوس به د یو همکار په توګه له ټولو وکیلانو سره یو ځای کار کوم

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *