د نړیوال جام سیالیو کې نن شنبه افغانستان او پاکستان بخت سره ازمویي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

د نړیوال جام سیالیو کې نن شنبه افغانستان او پاکستان بخت سره ازمویي

ټاکل شوې، چې نن شنبه پاکستان او افغانستان د نړیوال جام کرکټ لوبه کې یو ځل بیا مقابله وکړي

افغان لوبډلې تر دې وړاندې اووه لوبې بایللي او نن به اتمه لوبه له پاکستان سره کوي

د افغان لوبغاړو مشر ګلبدین نایب ویلي، که له راشد خان سره بخت یاري وکړه نو پاکستان ته به ضرور ماتې ورکړو

دغه لوبه چې د انګلستان په ”لیډز“ښار کې ترسره کیږي، د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه بجې پیل کیږي

افغانستان له پاکستان وروسته بله لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له ویسټ انډیز هیواد سره لري چې دا به هم د انګلستان په لیډز ښار کې ترسره شي

بل لور ته نن د جنوبي افریقا او سریلینکا ترمنځ هم نن د افغانستان پروخت دوه بجې لوبه پیل کیدونکې ده

افغانستان دا ځل هیله لري، چې له پاکستان سره به ښه لوبه وکړي او دا ځل به بریا ترلاسه کړي خو معلومه به شي چې افغان لوبغاړي څنګه لوبه ترسره کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *