ولسمشر غني په پاکستان کې د ای اس ای له دفتره پټه مرسته غوښتې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ولسمشر غني په پاکستان کې د ای اس ای له دفتره پټه مرسته غوښتې ده

د پاکستان مشهور ژونالیسټ سلیم سافي د پاکستان له جیو نیوز سره په تازه خبرو کې ویلي چې اشرف غني په تاریخ کې لومړی ولسمشر ده چې پاکستان ته یې زیات امتیازات ورکړي دي

سلیم صافي زیاته کړې چې ولسمشر غني په پاکستان کې له خبریالانو په پټه ځینې ملاقاتونه کړي دي

د صافي په وینا چې ولسمشر د ای ایس ای دفتر ته په خفیه توګه ورغلی او د یوشمیر مرستو غوښتنه یې ترې کړې ده

تر دې وړاندې ځینو پاکستاني رسنیو خبر ورکړی وو چې افغان ولسمشر پاکستاني وزیراعظم سره د ډیورنډ په کرښه هم خبرې کړي دي او ویلي یې وو چې ولسمشر غني لومړی ولسمشر ده چې له پاکستاني چارواکو سره نیغ په نیغه د ډیورنډ په کرښه خبرې کوي

افغان ولسمشر په خپلو ویناو کې ځان د پاکستان کلک مخالف بللو خو په پټه يې په انګلستان کې له پاکستاني چارواکو سره د ډیورنډ کرښه امضاء کړې وه چې له امله یې پاکستان هیواد په ټول سرحد ازغن سیم وغزاوو

د ولسمشر غني په اړه اوس د زیاتره افغانانو فکر بدل شوی او نوموړی د پاکستان مخالف نه بلکه د پاکستان ترټولو زیات همکار بللی ده

دا معلومه نه ده چې ولسمشر به د پاکستان په دغه تازه سفر کې له دغه هیواد سره کوم توافقات لاسلیک کړي وي

ولسمشر غني چې اوس یې له امریکا سره اړیکې خړې پړې شوي اوس کوشش کوي چې پاکستان ته په یوشمیر امتیازاتو ورکولو د دغه هیواد ملاتړ ترلاسه کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *