پکتیا کې د طالبانو د ځانګړې قطعې او افغان ځانګړو ځواکونو تر منځ شدیده جګړه شوې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

پکتیا کې د طالبانو د ځانګړې قطعې او افغان ځانګړو ځواکونو تر منځ شدیده جګړه شوې ده

د پکتیا ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونه وایي چې تیره شپه ددې ولایت ګردې څیړي سروخیلو سیمه کې د طالبانو او افغان ځانګړو ځواکونو ترمنځ شدیده جګړه شوې ده

د پکتیا ولایت د والي ویاند ”عبدالله حسرت “ رسنیو ته ویلي چې د ګردې څیړۍ سروخیلو سیمه کې یې په طالبانو چاپه وهلې او شپږ تنه یې وژلي ۷ تنه نور یې ټپیان کړي دي

بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیګل شوي خبر کې ویلي چې تیره شپه یې د ګردې څیړۍ په سروخیلو سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو چې سیمې ته د چاپې په موخه راغلي وو ددوی د ځانګړې قطعې کسانو ورباندې برید کړی او ۱۴ تنه د افغان ځانګړو ځواکونو سرتیري یې وژلي او ۷ تنه نور یې ټپیان کړي دي

طالب ویاند په یاده جګړه کې د خپل یو ملګري وژل کیدل هم تائید کړي دي

د سیمې اوسیدونکي هم وایي چې تیره شپه د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په یاده سیمه کې درنه جګړه تر سره شوه او ددوی په وینا چې افغان ځواکونو ته یې تلفات اړولي دی

تیره شپه طالبانو په مختلفو ولایتونو کې په افغان ځواکونو بریدونه کړي چې یو یې هم د غزني د دِه یک ولسوالي په امنیه قومنداني برید وو

طالبانو په یاد برید کې د امنیه قومندان په شمول د ۳۵ افغان سرتیرو د وژل کیدو او د ګڼ شمیر اسلحو او تجهیزاتو د نیولو ادعا هم کړې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *